د مسلح قواوو د لوی درستیز مرستیال د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د ناروغانو نه لیدنه وکړه

د مسلح قواوو لوی درستیز مرستیال الحاج مالی خان په داسې حال کې چې د صحنې قوماندان داکټر محمد طاهر احرار او د روغتون قوماندان داکټر امین الله معیني او یوشمیر لوړ رتبه پوځي چارواکو یې ملتیا کوله د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د ناروغانو څخه لیدنه وکړه.
د لوي درستیز مرستیال د ناروغانو د پوښتنې او ډاډګیرنې ترڅنګ د اختری په عنوان ناروغانو ته یو اندازه نقدي مرستې هم وويشلې او د روغتون د ډاکترانو د هڅو او زیارنې څخه یې مننه وکړه.