د مارشال فهیم پوهنتون د ملي پوځي اکادمۍ اور لرونکي صحرايي تطبیقات

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۷:۱۳
د مارشال فهیم  پوهنتون د ملي پوځي اکادمۍ اور لرونکي صحرايي تطبیقات

دمارشال محمد قسیم فهیم د پوهنتون د پوځي ملی اکادمۍ د ۱۳۹۸ کال اور لرونکي صحرايی تطبیقات نن د مسلح قواوو، پوځی دوکتورینو او لوړپوړی جنرالانو په حضور کښی تر سره شول.

سترجنرال بسم الله وزیری نن د مارشال محمد قسیم فهیم د دفاعی پوهنتون پوځی ملی اکاډمی د محصلینو په کلیزصحرائی اور لرونکی تطبیقاتو کښی ګډون وکړ یاد تطبیقات د محصلینو د پوځی اوجګړه ایزو وړتیاوو لوړولو او د تیوری زده کړو دعملی کولو په موخه هر کال ترسره کیږی چه ۱۴۸۷ تنه افسران، بریدملان او محصلینو د مختلفو ټولګیو ګډون درلود.
سترجنرال بسم الله وزیری ټولو ګډونوالو ته د مؤفقه او زړه راښکونکي تطبیقاتو تر سره کولو مبارکی و ویله.
نن مو ستاسو مختلفو ټولګیو تطبیقات ولیدل چه په ښه او کامیابه توګه ترسره کړل او دا ددی ښکارندوئی کوی چه تاسو سره د اکاډمی د استادانو له لوری کوم خواری او همت شوی نن ئی تاسو په اراضی کښی پلی کوی دافغانستان خلکو هیلې تاسو پوری تړلی د اردو د راتلونکی سوق او ادارې واک به ستاسو په لاس کې به وی.
زمونږ افسران بریدملان او سرتیری په نړیوال جګړه ایزعصری وسایلو او مهارتونو سمبال ځواک دی او ورځ تر بلی په نړیوال ستندرد جګړه ایز مهارتونه ترلاسه کوی.
د واحد تعلیم تربیې بولندوی محمد پاینده ناظم دملی دفاع وزارت په ځانګړی توګه د ستر درستر له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه
په تیر کې د يادې اکاډمی فعالیت په اکاډمیکه او تیوری بڼه پرمخ وړل کیده اما د ستردرستیز مقام او دوکتورینود توجه او د هیواد دروان جګړه ایز او ډګرایز اړتیاوو په پام کی نیولو سره د واحد تعلیم او تربیې له ایجاده وروسته مو پدی فکر وکړ چه اکادمکه ښوونه او روزنه هم له منځه لاړه نشی او د هیواد د روانو حالاتو په پام کښی نیولو سره پوځی روزنې ته هم پاملرنه وشی چه الحمدلله تاسو پدی ورستیو کښی د سلګونو پوځی روزل شوی افسرانو د فراغت شاهدان وی.
زه تاسو ته ډاډ درکوم چه زمونږ استادان اوپوځی دوکتورین شپه او ورځ هڅه او هاند کوی ترڅوټولنې او هیواد ته روزلی کدرونه تقدیم کړی

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته