د شهید برید جنرال ظاهر ګل مقبل د جنازې مراسم په خاصو تدابیرو سره ترسره شو

zia_omid
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۳:۹
تشییع پیکر مطهر شهید برید جنرال ظاهر گل مقبل

د شهید برید جنرال ظاهر ګل مقبل د جنازې مراسم، نن سهار په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد، د هېواد د مسلح قواوو د لوى درستیز ستر جنرال بسم الله وزیري، د ملي دفاع وزارت د جنرالانو او افسرانو، د شهید جنرال مقبل د کورنۍ غړو او نږدې دوستانو په ګډون سره ترسره شو.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، یو ځل بیا د جنرال مقبل کورنۍ او نږدې دوستانو سره ژوره خواشيني او خواخوږي څرګنده کړه او د شهید جنرال مقبل لپاره یې د الله پاک له دربار څخه د جنت الفردوس هیله وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست؛ د شهید جنرال مقبل له کارنامو، فعالیتونو او هڅو په نیکۍ یاده کړه او د نوموړي نشتون یې نه جبرانیدونکی ضایعه وګنله.

د شهید جنرال مقبل زوی اکبرګل وویل: زه او زمونږ ټوله کورنۍ له هېواد څخه د دفاع په لاره کې د خپل شهید پلار په شان قربانۍ ته چمتو یو او د خپل پلار لار به تعقیب کړو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د افغانستان د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې هر اړخیزه پالیسي وړاندې شوه

د هیواد د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې د هر اړخیزې پالیسۍ د ښودلو مراسم نن د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې ترسره شول.

پدې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۱:۵۶
Background image

اروپایي اتحادیې له سفیر سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد نن په خپل کاري دفتر...

شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۱۴:۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د خوست ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلي ستر جنرال “اسدالله خالد” د ملي امنیت د لوی ریس جنرال “ضياء سراج” په ملتیا نن د خوست ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه یې د. . .

بېرته خبرونه ته