د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال ژوند لیک

د ستراتیژیکو استخباراتو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال ښاغلی هلاالدین هلا ل په ۱۳۳۵ لمریز کال د بغلان ولایت په اندرآب ولسوالۍ کې زیږېدلی دی.

نوموړی په ۱۳۵۴ لمریز کال د اندرآب لسوالۍ د بنوي عالي لېسې د دولسم ټولګي څخه فارغ شوی او په ‍۱۳۵۵ لمریز کال د کابل پولېتخنیک پوهنتون ته بریالی شوی او له دې نه وروسته یې د هوایې پوهنتون په مدافعه هوایي کې زده کړې کړې، چې په ۱۳۵۹ لمریز کال د یاد پوهنتون څخه د تکړه پیلوټ په توګه فارغ شوی دی.

ښاغلی هلال د هوایي پوهنتون د فراغت څخه وروسته د پيلوټ په توګه په ۳۷۷ غنډ کې په دنده ګمارل شوی دی.

ښاغلي هلاالدین هلال د ۱۳۶۵ او ۱۳۶۸ کلونو په جریان کې لومړی د کنډک او ورپسې د غنډ د قومندان په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړي په ۱۳۶۹ لمریز کال کې د برید جنرال رتبه ورکړل شوه او په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د ګارنېزیون د قومندان په توګه و ټاکل شو. له دې نه وروسته په ۱۳۷۳ لمریز کال تورنجنرال په رتبه د حیرتانو د ۷۰ فرقې د قومندان په توګه و ټاکل شو. نوموړي په ۱۳۷۴ کال کې د ډګرجنرالۍ په رتبه و ویاړل شو.

 ښاغلی هلال په ۱۳۷۶ لمریز کال د مجاهدینو د حکومت د توریزم او هوانوردۍ د وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده. د طالبانو د حکومت د نسکورېدو نه وروسته ښاغلي هلاالدین هلال د بن په کنفرانس کې د ناظر په حیث ګډون کړی و او د انتقالي حکومت په راتلو سره یې د بغلان د خلکو په استازیتوب په بیړنۍ ولسي جرګه کې ګډون وکړ.

ښاغلي هلاالدین هلال د ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۳۸۴ کال پورې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معیین په توګه دنده تر سره کړې او د ۱۳۸۴ لمریز کال څخه را په دېخوا یې د ولسي جرګې په ۱۵ دوره کې  د بغلان ولایت د خلکو د استازي په توګه فعاله ونډه درلوده. په ۱۳۹۱ کال نه وروسته د سیاسي او ټولنیزو چارو د مصروفیت تر څنګ د امنیتي قرار داد پر سر د بېړنۍ لویې جرګې د جوړیدلو د کمېسیون د غړي په توګه پاتې شوی دی.

نوموړي د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۵ لمریز کلونو په اوږدو کې د نړیوالو سمینارونو د ګډون په موخه اروپا او د امریکا متحده آیالاتو ته سفرونه کړي دي.

ښاغلی هلاالدین هلال په ۱۳۹۵ لمریز کال د ستراتېژیکو استخباراتو په برخه کې د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو. ښاغلی هلال متاهل دی ۳ لوڼې او یو زوی لري.