د دیني علومو او شرعیاتو رشتو له ۸۰۰ فارغانو څخه د ملي دفاع وزارت د عقیدتي امریتونو لپاره ازموینه واخستل شوه

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۸:۸
 د دیني علومو او شرعیاتو رشتو له ۸۰۰ فارغانو څخه د ملي دفاع وزارت د عقیدتي امریتونو لپاره ازموینه واخستل شوه

په دې ازموینه کې چې د دیني علومو د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې د شرایطو وړ سلګونو کسانو ګډون کړی وو، په رڼه او امنه فضا کې تر سره شوه؛ ټاکل شوې چې له دې به ۱۴۰ ښځینه او نارینه وړ کسان د ملي اردو په قطعاتو او جزوتامونو کې د عقیدتي امریتونو او د جوماتونو د ملا امامانو په توګه وټاکل شي.

د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیرې "یوسف زاده" له دغې ازموینې څخه څارنه کوله د ازموینې دغه بهیر يې یوه شفافه پروسه وبلله او وې ویل:" دا د ویاړ ځای دی چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د علماوو ملاتړ له ځان سره لري، او د هېواد روانې، ناوړې او تپل شوې جګړې څخه بشپړ معلومات لري، دوې کولی شي چې د دښمنانو د تبلیغاتو مخنیوی وکړي، د دښمن اوازې او تبلیغات د هېواد د ملي ګټو او خلکو پر وړاندې چې د دین او اسلام څخه ناوړه ګټه اخلي، کوم ځای ونه نیسي.

د ازموینې ګډونوالو، د ازموینې بهیر شفافه وباله او هیله یې څرګنده کړه چې له بریالیتوب وروسته به له دې لارې وکولای شي هېواد ته د خدمت جوګه وګرځي.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

بېرته خبرونه ته