د امریکا ، ایټالیا او د تر کې د دفاع له وزیرانو سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر جلا جلا کتنې
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله "خالد" بروکسل ناستې په څنډه کې، د امریکا متحده ایالتونود دفاع وزارت سرپرست وزیر مارک اسپر، د ترکیې هیواد د دفاع وزیر خلوصي اکار او د ایټالیا د دفاع وزیرې میرمن الیزابت ترنتا سره جلا جلا وکتل.
په یادو کتنو کې د درې واړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلو همکاریو او مسلکي ښوونې او روزنې پر دوام ټینګار وکړ.