د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له خوا د روسیې طبي مرسته د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوه
د روسيې هېواد له لوري ۱۷ ټنه طبي مواد نن رسما د افغانستان له پاره د ياد هېواد د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خوا د ملي دفاع وزارت صحيې قوماندانۍ ته وسپارل شوه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر "کابلوف" سره په کتنه کې هم د افغانستان له خلکو سره د روسیې د بشري مرستو له امله مننه وکړه.