دملي دفاع وزارت لومړۍ مرستیال د ختیځ زون د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار ته تللی
د ملي دفاع وزارت لومړۍ مرستیال ډګر جنرال یاسین ضیا ، د ملي امنیت عمومی رییس محمد معصوم ستانکزی او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان د ختیځ زون په ټوله کې د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته تللي دي.
یادشوي امنیتي چارواکي د ننګرهار ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قوماندانو سره لیدلي او په یاد ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قوماندانو د معلوماتو اوریدو وروسته د لاښه امنیت په موخه هر اړخیزې لارښوونې کړې دي . همدا زار دوي د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د سرحدي پوستو نه هم لیدنه کړې ده.