دبغلان د پېښې په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

تېره شپه په یوه هوایي برید کې چې د بغلان ولایت د شهاب الدین په کتب خیلو سیمه کې د تروریستانو د له منځه وړلو په موخه ترسره شوی وو، تروریستانو ته زیاد تلفات اوښتي خو په ډېرې خواشینۍ سره ددې په خوا کې، د اسماعیل نومي ملکي وګړي کور ویجاړ او د کورنۍ اووه تنه غړي یې شهیدان شول.

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د شهیدانو لپاره د فردوس جنت استدعا کوي او د پاتې کسانو لپاره یې عمیق تسليت او جدي خواخوږي څرګندوي.

د ملي دفاع وزارت ددغې پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی ټاکلی چې د څېړنو له پایلو وروسته له هغو کسانو سره چې په دې برید کې عامو وګړو ته د تلفاتو د مخنیوي په برخه کې ناغیړي کړې ده د قانون پر بنسټ به جدي چلند وکړي.

د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه، د افغانستان د خلکو اصلي مدافعین دي چې د ټولو جنګي قوانینو او د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د هدایاتو په پام کې نیولو سره عامو وګړو ته د زیان رسیدو د مخنیوي موضوع د خپلو فعالیتونو په لومړیتوب کې نیسي او تل دا هڅه کوي چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې عامو وګړو ته زیان ونرسيږي.