د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل معین د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل معینیت معين حافظ عبدالمجيد د يو ګډ پلاوي په ملتیا د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو څخه لیدنه وکړه.
د تعليماتو او پرسونل معين په دغه سفر کې د قول اردو اړوند ښوونیز مرکز او کنډکونو څخه لیدنه ترسره کړه؛ همداراز د ښوونیز مرکز د مسؤلينو په شتون کې يې استادانو او د معسکر منسوبینو ته په خپلو خبرو کې د اعداد پر فضیلت، د اسلامي نظام پر اهمیت، د امراؤ اطاعت او په ګڼو نورو برخو کې اصلاحي ويناوې او نيکې لارښوونې وکړې.
په پای کې د تعليماتو او پرسونل معينيت معین حافظ عبدالمجید د قول اردو رهبري څخه مننه وکړه چې د ښوونیز مرکز مسؤولين او منسوبین ورڅخه خوښ او په هره برخه کې یې ورسره بشپړه همکاري ترسره کړې ده.