د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین"فطرت" نن د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندانۍ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندان ملا عبدالغفار "محمدي"، چې د لوی درستیز ملتیا یې کوله، د یادې قوماندانۍ د دوه باله Mi-17 د ترمیم بهیر له چارو د نږدې څارنه وکړه.
همداراز د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د هېواد د هوايي ځواکونو د منسوبینو او تخنیکي پرسونل هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او تقدیر یې کړې، چې د بېلابېلو الوتکو په ترمیم او بیا ځلې پرواز ته په چمتو کولو کې یې کړې دي.