د پنځمې پلې لواء انجينري ټیم منسؤبینو په نرخ ولسوالۍ کې ۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پيل کړې
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د میدان وردګو پنځمې پلې لواء د انجینري ټیم له لوري د خپلې ماشينرۍ څخه په استفادې د ولایت مقام په ګډې همغږۍ د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ له خانـجان خېلو تر صدمردۍ سيمې د غځېدلي ۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پيل کړې، چې تر دې دمه نږدې ٤٠ کیلومتره سړک په ښه او اساسي شکل د پراختیا، ليول کيدو او بيارغونې کار ترسره شوی او پاتې چارې به يې هم نږدې ورځو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یادې لواء انجینري ټیم له لوري نږدې ۱۷ کيلومتره بل سړک هم رغول شوی وو.