په ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو کې د (خالد غږ) په نامه اسلامي راډیو په نشراتو پیل وکړ

web_admin

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو په قرارګاه کې د "خالد غږ" په نامه اسلامي راډیو په ۱۰۷،۷ اف ایم څپو نشرات پیل کړل، چې د اسلام سپیڅلي دین او ملي ارزښتونو په رڼا کې به خپلې دیني، عقیدوي، کلتوري، فرهنګي، صحي او تفریحي خپرونې د سهار ۸:۰۰ بجو څخه تر مازدیګر ۴:۰۰ بجو پورې په ژوندۍ بڼه نشروي.

نوموړې راډیو تیره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې زیات شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود پرانیستل شوه، مسؤلینو په خپلو خبرو کې وویل چې: راډیو د اسلامي او شرعي احکامو په رسولو او همداشان د افغانانو ترمنځ به د یووالی، اتفاق او سولې فضا رامنځته کړي.