د۲۰۹الفتح قول اردو له لوري لسګونه میله وسلې او نظامي تجهیزات ونیول شول

web_admin

د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې پلي لواء بیدارو ځواکونو د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د اسمیدان په سیمه کې د یو لړ کشفي راپورونو پر بنسټ لسګونه میله وسلې او ګڼ شمیر نظامي تجهیزات چې په یوه کور کې ځای پرځای شوي وو کشف او ترلاسه کړل.

په ترلاسه شویو وسلو او تجهیزاتو کې ۸ میله کلاشنکوف، ۳میله پیکا، ۲ قبضې توفنګچې، یو قبضه راکټ، ۴ پایې مخابرې، ۲ عدده دوربینونه، یو عدد ثریا تلفن او زيات شمير نظامي تجهیزات شامل دي.