د ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف ریاست له لوري دایر شوی سیمینار پای ته ورسېد

s.mohmand

د ستردرستیز عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف ریاست له لوري د مرکزي قطعاتو ۲۰۰ تنه مدیرانو، امرینو او مسؤلینو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی سیمینار پای ته ورسېد.

دغه سیمینار کې د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئیس مولوي سیداغا ( ابومقبل عاکف)، د انجینري ریاست رئیس مولوي نصرالله "منصور" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئیس مولوي سیداغا (ابومقبل عاکف) پخپلو خبر کې وویل: خپل اصلي مسؤلیت ته متوجې شئ پخپلو اداراتو کې د منکراتو مخه ونیسئ.

همدا راز زیاته یې کړه: چې د ملي اسلامي اردو منسوبینو ته د سواد اموزۍ او په مسلکي زده کړو کې زیات کوشش وکړئ او د ا.ا.ا زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو په تطبیق کې کوتاهي مکوئ او پخپلو قطعاتو کې یې عملي کړئ.