د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند څلورمه پلې رواحه لواء کې لسګونه عرادې بېلابېل ډول وسایط ترمیم شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند په څلورمه پلې رواحه لواء کې د تخنیک آمريت منسوبینو له لوري لسګونه عراده بېلابېل ډول نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې ۱۸ عرادې هاموې ټانګونه، ۴ عرادې هاموې امبولانس، ۲ عرادي کرینګ او ۲۷ عرادي انټرنېشنل موټر شامل وو.