د ۲۰۳ منصوري قول اردو د روغتيایي ټیم په پکتيکا ولایت کې هیوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړل
د ۲۰۳ منصوري قول اردو روغتيایي ټیم د پکتيکا ولایت د وړممئ ولسوالۍ ليرې پرتو سيمو ته د ولسي وګړو د درملنې او روغتيا خدماتو د وړاندې کولو په موخه سفر وکړ، او هلته یې هیوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړل.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د روغتيايي ټیم مسؤلینو د یادې ولسوالۍ د ولسوال، امنيه قوماندان او استخباراتو مسؤلینو سره د ولسي وګړو د ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې چې نېږدي د ۲۰۰ تنو زیاتو ملکي وګړو درملنه او د اړتیا وړ درمل هم ولسي خلکو ته ورکړل.
ځايي اوسېدونکي او د ياد کلینیک مسؤلینو د قول اردو د روغتيايي ټیم او مسؤلینو څخه د زړه له تله مننه وکړه چې په مناسب وخت کې یې د دوۍ سره لازمه او د اړتیا وړ درملو مرسته وکړه.