مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۲۰ مه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ملي اردو چانیز عملیات

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ ځانګړي کوماندویي دندې د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۵ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي دي.

په دې عملیاتو کې  د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د قلعه بره په سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه نیول شوي یو شمیر وسلې او مهمات، ۵ جوړه پوځي جامې، د مبایل ۱۳ سیټونه، یو شمیر تبلیغاتي اسناد، ۲ پاسپورتونه، ۴ د هویت پاکستاني شناخت کارتونه، ۶ پیژند پانې او د دیوری ۲ لیسانسونه لاسته راغلي او د غزني ولایت دده یک ولسوالۍ کې د احمدزیو او سلیمان زیو سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

همدا راز دلوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د زرغون شهر په سیمه کې د هاوان ۵ ګولۍ، ۱۳ کړۍ ماینونه، ۷ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۱۲ شاژورونه، ۶ لاسي بمونه او ۲ موټر سایکلونه لاسته راغلي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

###