په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۳۵ عرادې بېلابیل ډول وسایط ترمیم شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو څلورمي پلې رواحه لوا د پنځم تامیناتي کنډک له لوري ۳۵ عرادې بېلابېل ډول وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې ۱۴ هاموي ټانګونه، ۲ ضربتي ټانګونه، ۲ کرینګ موټر، ۱۲ انټرنیشنل موټر، ۴ هاموې امبولانسونه او یو یخچال شامل وو.