په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې لسګونه وسایط ترمیم شول

web_admin

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند دویمې پلې لوا دویم میکانیزه کنډک د تخنیکي او مسلکي منسوبینو له لوري  ۳۰ عرادې نظامي وسایط چې چیندار او هاموې ټانګونه هم پکې شامل وو ترمیم شول.

د یادونې وړ ده چې  ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند منسوبینو له فتحې څخه وروسته تر اوسه له ۴۰۰۰ څخه زیات بېلابېل ډول نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.