د ۲۰۳ منصوري قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۳ منصوري قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان قاري محمد اسماعیل «راسخ» د مسلحو ځواکونو لومړي مرستیال الحاج مالي خان «صدیق» او د یاد وزارت مادي او تخنيکي معین مولوي محمد ظریف «مظفر» له لوري نن رسماً معرفي او اړوند منسوبینو ته وروپیژندل شو.
د ملي دفاع وزارت مسؤلینو نوموړي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې سپارښتنې وکړې او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.