په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۶۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې د مدیریت لخوا د مخابرې، انجینرۍ او ډرایورۍ په څانګو کې ۶۰ تنه مجاهدین له دوه میاشتني کورسونو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغه مراسمو کې د یادې قول اردو ګڼ شمیر مسؤلینو منسوبینو او مجاهدینو ګډون درلود.
مسؤلینو یاد مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل ترڅو خپل کارونه په اخلاص سره ترسره کړي، په پای کې دغو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.