د شمال زون ۲۰۹ الفتح قول اردو ۱۲۶ میله بېلابیل ډول اسلحې او لسګونه عراده وسایط فعال کړل
د ملي دفاع وزارت اړوند د شمال زون ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند د حضرت خالد ابن ولید رضي الله عنه دریم نمبر لوا د تخنیک آمریت له لوري ۱۲۶ میله بېلابیل ډول ثقیله او خفیفه اسلحې او همدارنګه لسګونه عراده هاموي ټانګونه، رنجر او څلور ټـایره موټر سایکلونه ترمیم او فعال کړل.
د۲۰۹ الفتح قول اردو رهبري هڅه کوي ترڅو د شمال زون په کچه د ملي دفاع وزارت اړوند اسلحې او وسایط راټول او د دوهم ځل لپاره ترمیم او فعال کړي.