د ملي دفاع وزارت مرستيال د ٢١٧ عمري قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت مرستيال ملا محمد فاضل "مظلوم" او ورسره مل پلاوي د ٢١٧ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي ملا فاضل "مظلوم" په دې سفر کې د یادې قول اردو له قوماندان ملا محمد "ابراهیم" او مرستیال مولوي حزب الله "افغان" او یو شمیر نورو مسؤلینو سره هم وکتل.
همدا راز نوموړي د تازه ترمیم شویو وسایطو او جوړو شویو تأسیساتو سربیره د مختلفو مديريتونو څخه هم ليدنه وکړه، د هغوی کړنې له نږدې وڅارلې، د دوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل او دوی ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.