د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍڅخه(۱۵۵)تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو ۱۵۵ تنه مجاهدین د پوځي او عقیدتي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

 په دې غونډه کې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي باز محمد " حمیدی "، د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم " حذیفه "، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
فارغ شویو مجاهدینو ژمنه وکړه ،چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه به د اسلامي اردو د پیاوړتیا ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې هر اړخیزه ګټه پورته کړي، د غونډې په پای کې فارغ شویو مجاهدینو ته د مسؤلينو له لوري بری لیکونه هم ورکړل شول .