په ننګرهار کې د سېلاب ځپلو سره د ۲۰۱ "خالد بن ولید" قول اردو بیړنۍ مرستې
د ۲۰۱ "خالد بن ولید" قول اردو د درېمې لوا مجاهدینو د ننګرهار ولایت د حصارک، چپرهار، روداتو، سره رود، خوګیاڼو او يو شمېر نورو ولسوالیو کې د سېلاب ځپلو سره مرستې ته تللي، خلک او د هغوی مالونه یې خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.
همدا راز د اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښوونه شوې، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د هېوادوالو سره هر راز مرستې تر سره کړي.