د بدخشان ولایت د واخان په اړه د خپرو شویو اوازو په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو د کاروونکو له ادعاوو وروسته، چې ګواکې پاکستاني پوځیان د افغانستان بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ اړوندو سيمو کې مخته راغلي د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز د رهبرۍ په لارښوونه د عمر ثالث فرقې، د اتمې سرحدي لوا مسؤلينو او يو شمېر مجاهدينو د وضعیت څیړلو په موخه د واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو ته ولاړل او هلته یې له سرحدي سيمو او مېشتو مجاهدینو سره لیدنه وکړه.

د دغه سفر په لړ کې د عمر ثالث فرقې او اتمې سرحدي لوا مسوولینو د واخان ولسوالۍ د "بورغيل" کرښې څخه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله ده، لیدنه وکړه او په دغو سیمو کې د مېشتو سرحدي ځواکونو نه يې د امنیت ټېنګښت او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو او ډاډ حاصلولو په خاطر قدردانی او مننه وکړه.

دا مهال د بدخشان او د هېواد نورې سرحدي سیمې او فرضي کرښې د مجاهدینو تر واک لاندې دي او هیڅ ډول ستونزه نه لیدل کیږي.

د يادونې وړ ده، چې دفاعي او امنيتي ځواکونه له ګاونډيانو سره ښه ګاونډيتوب ته ژمن دي او د هېواد په خاوره د تېري په صورت کې به له خپلې لوېشت لوېشت خاورې څخه په ميړانه دفاع وکړي.