د ملي دفاع سرپرست وزیر په مشرۍ د ملي دفاع وزارت په مقر کې د ګډې غونډې تر سره کیدل
نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په مشرۍ یوه ګډه غونډه د یاد وزارت د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون، د دغه وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د هېواد امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه وکړه او د اسلامي امارت د ملي اردو د تشکیل پر پروسې او یو شمېر نورو مسایلو د مسوولینو سره خبرې وکړې.
غونډه په اړینو پریکړو او لارښوونو پای ته ورسېده.