د ۲۰۱ خالد ابن ولید قول اردو د زغروالو موټرو د ترمیمګاګانو بیاځلې فعالیدل

s.mohmand

د خالد ابن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور "ابو دجانه" په لارښوونه مسلکي انجینران ګمارل شوي، تر څو د لوژیستیکي حمایې کنډک په ترمیمګاګانو کې یو شمېر موټرونو لکه: رېنجرو او ټانکونو په ترمیمولو هره ورځ بوخت وي. 

همدا راز په دغو ترمیمګاګانو کې مسلکي پرسونل تر دا مهال توانیدلې، چې تر ۱۰۰۰ زیات شمېر عارضه دار او ویجاړ شوي موټرونه ترمیم او بیاځلې ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.