د وسلوال پوځ لوی درستیز نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې سره وکتل

s.mohmand
Wed, Aug 04 2021 2:50 PM
د وسلوال پوځ لوی درستیز نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې سره وکتل

د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد «احمدزي» نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې ډګروال بیکر سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پر روان امنیتي وضعیت او د همکاریو پر دوام خبري وکړي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو تجهیز او تمویل کې د افغانستان له حکومت سره د متحده ایالاتو د همکاریو قدرداني وکړ او د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو پر دوامداره همکارۍ یې ټینګار وکړ. 

د امریکا متحده ایالاتو پوځي اتشې وویل، د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه زموږ مرسته او ملاتړ به دوام لري.

Latest news

Wed, Feb 24 2021 5:32 PM
Background image

The US donates 640 new military vehicles to the Ministry of National Defense!

The US transferred 640 new military vehicles to Afghan National Army, Ministry of National Defense Logistics Command. 

Wed, Feb 10 2021 2:36 PM
Background image

330 soldiers, sergeants and officers graduated from the commando school in Kabul!

Over 330 soldiers, sergeants and  officers were graduated from the commando school in Kabul today...

BACK TO NEWS