هرات کې د ۴۱ طالبانو په وژل کیدو سره پراخې سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوې
تېره ورځ، دفاعي، امنیتي، کومانډوځانګړو ځواکونو او ولسي وګړو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت ښار مرکز اړوند کې ترهګرو طالبانو پروړاندې ګډ پوځي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۴۱ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳۲ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او جنګي وسایل له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړه ده چې د هرات ولایت "پل پشتون، پلامالان، اسیا کلوخي، پل رواشان او هواده سیمې د ترهګرو له شتونه پاک شوي دي.
یادولایت کې د ترهګرو طالبانو پروړاندې چاڼيز عملیات دوام لري...