د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکيې هېواد له پوځي اتشې سره وکتل

s.mohmand
Sun, Aug 01 2021 6:11 PM
د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکيې هېواد له پوځي اتشې سره وکتل


نن وروسته له غرمې، د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګرجنرال ولي محمد "احمدزي"  په افغانستان کې د ترکیې هېواد له پوځي اتشې ډګروال سینان او یار سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې ناسته کې دواړو خواوو په هر اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.

د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکیې هېواد څخه د افغانستان خلکو سره په سختو شرایطو کې د همکاریو او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو کدرونو د ښوونې روزنې او د ټپیانو د درملنې په برخو کې د اسانتیاوو له برابرولو یې ترې مننه وکړه.

همداراز په مقابل کې د ترکیې پوځي اتشې اویار دغه هېواد کې د سولې پروسې او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اشاره وکړه؛ د افغانستان له حکومت او خلکو سره د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تل به د افغانستان خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ وي.

Latest news

Wed, Feb 24 2021 5:32 PM
Background image

The US donates 640 new military vehicles to the Ministry of National Defense!

The US transferred 640 new military vehicles to Afghan National Army, Ministry of National Defense Logistics Command. 

Wed, Feb 10 2021 2:36 PM
Background image

330 soldiers, sergeants and officers graduated from the commando school in Kabul!

Over 330 soldiers, sergeants and  officers were graduated from the commando school in Kabul today...

BACK TO NEWS