په ملي پوځي اکاډمۍ کې د شاملیدو په خاطر له ۵ زره داوطلبانو ازموینه واخیستل شوه

s.mohmand
Sun, Aug 01 2021 2:43 PM
په ملي پوځي اکاډمۍ کې د شاملیدو په خاطر له ۵ زره داوطلبانو ازموینه واخیستل شوه

د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون ملي پوځي اکاډمۍ کې د شاملیدو په موخه هېواد د بیلابیلو سیمو ۵ زره نارېنه او ښځېنه داوطلبانو څخه د کانکور ازموینه، د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد "احمدزي"او د ازموینو ملي ادارې د نظارت کونکو په شتون کې واخستل شوه.

د وسله وال پوځ لوی در ستیز د ملي اردو په لیکو کې شوق او علاقې سره د ځوانانو له ګډون څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: "په دې حساسو شرایطو کې چې تاسو په دفاعي ځواکونو کې د شاملیدو په موخه راغلي یاست، هېوادنۍ او دینې وجیبه مو ادا کړه او د زده کړو سرته رسولو وروسته د یو مسلکي ځواک په توګه له خطر ډکه دنده چې د هېواد څخه دفاع کول دي ولیږدول شئ."

له بلې خوا، د ملي ازموینو د پلاوي مشر روضت الله "مجیدي" د ازموینو د روڼتیا او عدالت په برخه کې داوطلبانو ته ډاډ ورکړ.

همدا راز داوطلبانو د ازموینې له تر سره کیدو خپل بشپړ رضایت څرګند کړ.

Latest news

Wed, Feb 24 2021 5:32 PM
Background image

The US donates 640 new military vehicles to the Ministry of National Defense!

The US transferred 640 new military vehicles to Afghan National Army, Ministry of National Defense Logistics Command. 

Wed, Feb 10 2021 2:36 PM
Background image

330 soldiers, sergeants and officers graduated from the commando school in Kabul!

Over 330 soldiers, sergeants and  officers were graduated from the commando school in Kabul today...

BACK TO NEWS