د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز په ګډون کابل کې د بیرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

s.mohmand
Thu, Jul 29 2021 12:59 PM
د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز په ګډون کابل کې د بیرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

د هېواد ویاړلی درې رنګه بیرغ د خپلواکۍ، یووالي، عزت او شرف نښان دی. 
دفاعي او امنیتي ځواکونو د دغه ملي ورځې مراسم په کابل کې د وسلوال پوځ لوي درستیز ډګر جنرال ولي محمد «احمدزي»، جنرالانو، افسرانو، رییسانو... په ګډون سره دغه ملي نښان د وزیر محمد اکبر خان په غونډې وځړاوه او دغه ورځ یې ونمانځله.

په دې مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز د دې مطلب په څرګندولو سره وویل:«هر هېواد خپل ملي هویت لري، زموږ بیرغ زموږ ملي هویت دی، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د دغه ارزښتمند ملي نښان اصلي ساتونکي دي.»

د هېواد ملي بیرغ، د تاریخي ویاړونو ، خپلواکۍ او باتورو بچیانو د قربانیو او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د بریا نښه ده ، کوم چې تل رپانده ساتل شوی دی. 

Latest news

Wed, Feb 24 2021 5:32 PM
Background image

The US donates 640 new military vehicles to the Ministry of National Defense!

The US transferred 640 new military vehicles to Afghan National Army, Ministry of National Defense Logistics Command. 

Wed, Feb 10 2021 2:36 PM
Background image

330 soldiers, sergeants and officers graduated from the commando school in Kabul!

Over 330 soldiers, sergeants and  officers were graduated from the commando school in Kabul today...

BACK TO NEWS