کندهار کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت نیش ولسوالۍ اړوند پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۴ ترهګر طالبان ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۵ موټر سایکل، ۱ راکټ او ۱ هاوان لاسته راغلل.