فاریاب کې طالبانو د سرې قطعې کلیدي قوماندان په ګډون ۸ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند «سبز» او «ده عزیزان» سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د سرې قطعې کلیدي قوماندان او د یاد ولایت له پاره د ترهګریزو کړنو او تاکتیکي زده کړو عمومي مسول «قاري حیات الله مشهور په اسامه» په ګډون، ۸ ترهګر ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.