جوزجان کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۲۶ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د جوزجان ولایت مرکز اړوند «کمربند کوهنه» او «حسن تابین» سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د سرې قطعې قوماندان «ملا عبدالحق» او یو بل مهم قوماندان یې «ملا سراج» په ګډون، ۲۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او تجهیزات له منځه یوړل شول.