بدخشان کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، هوايي ځواکونو د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.

چې په پایله کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول.

همدا راز په دې برېدونو کې د دښمن ۲ راکټ، ۱ دهشکه، ۲ پیکاوې، ۸ کلاشینکوفونه، یوه اندازه مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.