هرات کې ۱۵ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه، دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د هرات ولایت " غوریان " ولسوالۍ اړوند کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۱۵ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.