ننګرهار کې هغه کسان ونيول شول چې غوښتل يې دفاعي او امنيتي ځواکونه ترهګرو طالبانو ته تسليم کړي

s.mohmand

تيره ورځ د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو له لوري استول شوي کسان چې د مخورو په پلمه يې ضربتي ځواکونه غوښتي وو چې له جګړې پرته طالبانو ته تسليم شي، دغه استول شوي کسان د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د درېیمې پلې لوا منسوبانو له لوري ونيول شول او د لازياتو څيړنو او د قانون تطبيق په موخه ملي امنیت مسولینو ته وسپارل شول.