بغلان کې د طالبانو یوه قوماندان په ګډون د ۱۷ ترهګرو وژل کیدل
نن وروسته له غرمې، افغان هوایي ځواکونو د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ”کیلګی” او ولسولۍ مرکز اړوند سیمه کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې د طالبانو یوه قوماندان” خالد” مشهور په مومن ګوجر په ګډون ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور یې سخت ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.