د بلخ چهار کنت کې د ۵۵ ترهګرو په وژل کیدو سره ۱۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکو د هوايي قواوو په ملاتړ د بلخ ولایت چهار کنت ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۵۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
په دې عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ اړوند اویبولاق، پره برات، نواباد، لشکرقاق، پاکبر، خانقاه، حویلي، ګیروبالا، ګیرو پایین او کوه خواجه سوري کلي د طالب ترهګرو له شتون څخه پاک شول.
همدا راز د دښمن ۱ پټنځای، یو زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.