د ناټو ملکي استازي د ملي دفاع وزارت سرپرست سره په لیدنه کې افغانستان سره د دې سازمان د مرستو او همکاریو په دوام ټینګار وکړ

s.mohmand
Thu, Jun 24 2021 5:34 PM
د ناټو ملکي استازي د ملي دفاع وزارت سرپرست سره په لیدنه کې افغانستان سره د دې سازمان د مرستو او همکاریو په دوام ټینګار وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي "سټیفانو پونتیکورو" سره, نن د خپل کار په دفتر کې کتنه وکړه.

لومړی، د ملي دفاع سرپرست وزیر د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره د ناټو له همکاریو څخه مننه وکړه او د افغان ځواکونو د وړتیا اوظرفیت لوړولو کې د دغو مرستو رول مهم او موثر وباله.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل: "د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ناټو ملاتړ د دې ځواکونو د جنګي او مسلکي وړتیاوو په زیاتوالي کې اغیزناک رول لري."

همدا راز د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه, چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلواکه توګه د هېواد دفاع ته چمتو دي او هڅه کوي چې د هېوادوالو له مال او ځان څخه ساتنه وکړي او طالبانو ته به اجازه ور نه کړي چې د وینې تویولو او جګړې له لارې خپل نا مشروع رژیم په خلکو وتپي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په وینا، په افغانستان کې د بحران یوازینۍ حل لاره د سولې خبرې دي او طالبان باید دې خبرو ته غاړه کیږدي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر سټیفانو پونټیکورو په هېواد کې د سولې او ثبات راوستو لپاره د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه, چې د افغان ځواکونو هڅو د افغانستان ولس او نړیواله ټولنه هیله منده کړي چې دوی په خپلواکه توګه د خپلو خلکو او هېواد څخه دفاع کولای شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې ناټو به له افغانستان سره په ځانګړي توګه د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ناټو قواوو له بشپړ وتلو وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي، او ټینګار یې وکړ چې ناټو به سږ میلادي کال له ۳۲۰ میلیونه ډالرو ډېرې مرستې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په خاطر په مصرف ورسوي.

Latest news

Wed, Feb 24 2021 5:32 PM
Background image

The US donates 640 new military vehicles to the Ministry of National Defense!

The US transferred 640 new military vehicles to Afghan National Army, Ministry of National Defense Logistics Command. 

Wed, Feb 10 2021 2:36 PM
Background image

330 soldiers, sergeants and officers graduated from the commando school in Kabul!

Over 330 soldiers, sergeants and  officers were graduated from the commando school in Kabul today...

BACK TO NEWS