کندهار کې ۴۸ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت نیش، مېوند او پنجوایي ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۴۸ ترهګر ووژل شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.