بادغیس کې طالبانو د یو سرګروپ په ګډون ۲۵ ترهګر ووژل شول او د برېد پلان یې ناکامه شو

s.mohmand

نن له غرمې مخکې دفاعي, امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې د طالب ترهګرو د یو سرګروپ "ملا نظام الدین" په ګډون ۲۵ ترهګر ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

په دغه عملیاتو کې د دښمن ۲ کلاشینکوف, ۵ موټر سایکل له منځه یوړل شول, ۱ مخابره لاسته راغله او ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

همدا راز په یاده ولسوالۍ کې د ارباب سرور, حاجي محمد علي خان او سلطان کلي د طالب ترهګرو له شتونه پاک شول شول.