تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۱ طالبان ووژل شول او ۱۹۳ نور ټپيان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۵۱ طالبان ووژل شول او ۱۹۳ ټپیان شول.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۶۷ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد غزني, لوګر, زابل, کندهار, ارزګان, فراه, هرات, سرپل, نیمروز, کندز, هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.