۲۰ تنه امنیتي ځواکونه د طالب ترهګرو له زندان څخه آزاد شول
د ملي اردو ځواکونو د نیمروز ولایت په "خاشرود" ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې، ۱۷ تنه د ملي اردو ځواکونه او ۳ تنه ملي پولیس ځواکونه آزاد شول.
په دغو عملیاتو کې، د طالبانو د یوه مهم قوماندان "مولوي بشیر" په ګډون ۷ تنه طالبان هم ووژل شول.