غزني کې ۱۳ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د غزني ولایت اندړو او ده یک ولسوالیو اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې۱۳ طالبان ووژل شول, ۳ تنه ټپيان شول, د دښمن ۱ موټر, یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل.