د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسد الله خالد په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال اسکاټ میلر سره وکتل
په دې لیدنه کې جنرال اسکاټ میلر د ملي دفاع وزیر د روغتیایي حالت د ښه کېدو په تړاو خوښي وښوده.
د ملي دفاع وزیر له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ ماموریت د همکاریو له دوام څخه مننه وکړه او له اسکاټ مېلر سره یې د امنیتي وضعیت او د سولې بهیر په تړاو خبرې اترې وکړې.