هرات ولایت کې د طالبانو د برید او د موټر بم مخه ونیول شوه
تېر شپه طالبانو غوښتل د هرات ولایت "زاول" ولسوالۍ کالیسک سیمه کې د ولسي پاڅونکونکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پایګاه ترهګریز برید او ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي.
دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري بریدګر خپل هدف ته تر رسیدو مخکې وپیژندل شول په پایله کې د طالبانو یو مخکښ غړی "حافظ محمدي" په ګډون ۴ ترهګر ووژل شول او ورسته د چاودیدونکو توکو ډک موټر له منځه وړل شوی دی.
دغه ترهګر مخکې د زندان څخه خوشې شوي کسان وو.
د دغه برید مخنیوي سره لسګونو کسانو ژوند وژغورل شول.